مخروطي مقاطع او پارابولا

پارابولا د هغو ټکو هندسي محل په توګه وپېژنئ چې له محراق او هادي کرښې نه یې واټن مساوي وي، او معادله یې د مبدأ په رأس او په اختیاري رأس سره ولولئ.

لارښود

که مخروط په یوه مستوي پرې کړئ، یو منحني ترلاسه کېږي چې مخروطي مقطع بلل کېږي. پارابولا، بیضوي او هایپربولا مخروطي مقاطع دي. هر یو د ثابتو ټکو یا ثابتې کرښې له واټنونو سره تعریفولی شو.

پارابولا د هغو ټکو هندسي محل دی چې له ثابت F ټکي (محراق) او ثابتې D کرښې (هادي کرښې) نه واټن یې مساوي وي: MF = MK. که رأس په مبدأ کې او محراق F(p,۰) وي، هادي کرښه x = −p او معادله y۲ = ۴px ده.

که رأس S(h,k) وي او پارابولا پورته یا ښکته خلاصېږي، معادله (x − h)۲ = ۴p(y − k) ده؛ محراق F(h,k + p) او هادي کرښه y = k − p. که p مثبت وي پارابولا پورته خلاصېږي.