موډ، میانه، اوسط او د تحول ساحه

د ډیټا کارتونه ترتیب کړئ چې میانه ومومئ، موډ او د تحول ساحه له ټکي‌لرونکي ګراف څخه ولولئ، وګورئ چې کله یو قیمت بدلېږي اوسط څنګه خوځېږي، او غوره مرکزي مقیاس وټاکئ.

لارښود

دا کارګاه د اووم ټولګي د «موډ» او د نهم ټولګي د «میانه، د تحول ساحه» لوستونه تعقیبوي.

میانه هغه قیمت دی چې کله ډیټا په ترتیب ولیکو، سم په منځ کې راځي. که د ډیټا شمېر جفت وي، دوه منځني قیمتونه لرو او میانه د دواړو د مجموعې نیمایي ده.

موډ هغه قیمت دی چې تر ټولو ډېر تکرار شوی وي: په ټکي‌لرونکي ګراف کې تر ټولو لوړ ستون. د تحول ساحه یعنې د تر ټولو لوی او تر ټولو کوچني قیمت تفاضل؛ ښيي چې ډیټا څومره خوره ده.

اوسط یعنې که ټول په مساوي ډول ووېشو، هر یوه ته څومره رسېږي: قیمتونه جمع کړئ او د هغو پر شمېر یې ووېشئ. په ګراف کې اوسط د ټکو د توازن ټکی دی (▲).

له ځانه وپوښتئ: «کوم یو (اوسط، میانه که موډ) دلته یو عادي قیمت ښه ښيي؟ ولې؟»